
د اپل کمپنۍ ارزښت د نویو ایفونونو جوړولو له امله ۴ټرېلیون ډالرو ته ورسېد
د اپل کمپنۍ ارزښت تر هغې وروسته ۴ټرېلیون ډالرو ته لوړ شو، چې د دغه شرکت د نويو ایفونونو بازار تود شو. د ایفون۱۷ او ایفون اېر تر اعلان وروسته په بازار کې د اپل کمپنۍ ونډې لوړې شوې او ورسره د مصنوعي ځيرکتیا په برخه کې د شاتګ اندېښنې هم کمې شوې.


















